ایکننیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد پاکستان حکومت تل د افغانستان طالبان ددغه هیواد په خاورې کې دټي ټي پي ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړي او مدعی شوی چې تحریک طالبان پاکستان خپلې ح ملې له افغانستانه پلانوي.داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان واکمن طالب حکومت تل دغه تورونه رد کړي او وئيلي ئې دي چې دپ اکستان حکومت دې د خپل هیواد مشکل پخپل هیواد کې حل کړي او تورونه دې پر نورو نه لګوي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاع رسونې وزیر جان اڅکزئ په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي،د افغانستان واکمن طالبان دټي ټي پی جګړه مارو په وسیله له خپلې خاورې د ترهه ګرو حملو د مخنیوي په ځ اي دوي ته پټنځایونه او پرمختللي وسلې ورکوي.
هغه په دوام کې وئیلي دي، پاکستان له خپلو غوښتنو د افغانستان طالب چارواکي خبر کړي دی او په کرتو ئې په ډاګه وئیلي چې له هرډول ترینګلتیاؤ سره مخالف دي .